نور: که وضعيت کړکېچن شي، د موقت حکومت پېشنهادي طرحه ورته لرو

د ملي نجات د ائتلاف مشرتابه په راتلونکو ټاکنو کې د درغليو د احتمال په اړه اندېښنه وښوده.

د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيه مشر عطا محمد نور چې د دغه ائتلاف له وتلو غړو دى، پرون په مزار شريف کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، که وضعيت کړکېچن شي، دوى د موقت حکومت پېشنهادي طرحه ورته لري.

ښاغلي نور زیاته کړې:

"د اوسني حکومت د عمر يوازې څلور پنځه مياشتې پاتې دي. که انتخابات خلکو ته د منلو نه‌وي، حتماً بحران راځي. کله چې بحران راشي موږ د موقت حکومت په نوم يوه پېشنهادي بسته لرو. ټولې لاسته راوړنې به پر خپل ځاى پاتې وي، موږ يوازې خلکو ته اعتماد ستنوو."

دغه کنفرانس ته د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق په خپلو خبرو کې تور ولګاوه چې حکومت د قدرت د انحصار هڅه کوي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او افغان حکومت د دغو تورونو په اړه څه نه‎دي ويلي.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات د تلې يا ميزان پر ٢٨مه کېږي.