سعودي کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه نړیواله غونډه کېږي

سبا سې شنبه په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه نړیواله غونډه کېږي.

د سعودي خبري اژانس پرون په یوه بیان کې وویل چې سعودي عربستان او د اسلامي همکاریو سازمان د دې غونډې لپاره چمتووالی بشپړ کړی دی.

د بیان له مخې دغه کنفرانس د افغانستان او اسلامي نړۍ د علماوو په ګډون په افغانستان کې د سولې د ټينګښت له لارو چارو سره د مرستې او د اسلام له نظره د ترورېزم او افراطیت د هرې بڼې د غندلو په هدف ترسره کېږي.

د کنفرانس لومړۍ ورځ په جده او دوهمه په مکه مکرمه کې ترسره کېږي چې د افغانستان په دیني عالمانو سربېره د ۳۷ اسلامي هېوادونو عالمان وربلل شوي دي.