ازبکستان په افغان سوله کې د موثر رول د لوبولو لپاره چمتووالی وښود

ازبکستان وايي، چمتو دى چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره موثر نقش ولوبوي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف دا خبره نن یکشنبه له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په سپيدار ماڼۍ کې د کتنې پر مهال وکړه.

اجرائيه رياست په يوه اعلاميه کې د ښاغلي عبدالله په حواله ويلي چې له ازبکستان سره يې د افغانستان اړيکې ستايلې دي.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير نن د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره هم د افغانستان پر سوله، اقتصادي ودې او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د ملي امنيت شورا په جلا اعلاميه کې ويلي چې ښاغلي اتمر د افغانستان د کړکېچ د سوله ییز حل لپاره د ازبکستان همکاري خورا مهمه بللې ده.