د کرنې او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې د لومړي ځل لپاره په شمال زون کې د کبانو د تولید او تکثیر فارم چې په کال کې به له ۳ میلیونو د زیاتو کبانو د تولید وړتیا ولري، جوړ کړ.
د دغه وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسؤلين وایي چې د دې فارم د رامنځته کولو هدف په افغانستان کې د کبانو تولید او د کبانو د روزنې دودول دي.
په ورته وخت کې د بلخ د کرنې ریاست مسؤلين د دې فارم له جوړېدو سره دې ته هيله مند دي چې دا ډول پروژې به وکولای شي چې بزګر او مالداران د ځان بساینې په لور بوځي.
د یادونې وړ ده چې د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروژې له دې مخکې هم د کبانو د روزنې لس پروژې په بلخ ولایت کې تطبیق کړې وې، خو دا د کبانو د تولید لومړۍ پروژه ده چې د دې ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې تطبیقېږي.