د فوټبال افغان لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې تاجکستان مات کړ

د افغانستان شپاړلس کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې تاجکستان ته ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه افغان لوبډلې ۱ـ ۰ په وړاندې د تاجکستان د ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې نه وګټله.

دا په‎داسې حال کې ده چې افغانستان د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له ازبکستان نه ۴ـ۱ په وړاندې ماتې ومنله.

ټاکل شوې، د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله له يوې بریا او يوې ماتې وروسته خپله درېیمه لوبه د روان کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ د قرغیزستان په وړاندې وکړي.