په بلخ کې د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغې ګډې خونې د پرانېستلو هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی دی.
د ښاغلي پسرلي په خبره د دغې خونې په پرانېستل کېدو سره به افغان سوداګر په ډېرې اسانۍ سره وتوانېږي چې خپل اموال د روسیې مارکیټونو ته ورسوي.
د نوموړي په خبره د افغانستان او روسیې ترمنځ د دغې خونې د پرانېستې په مراسمو کې د بلخ ولایت سیمهییز چارواکو، د روسیې هېواد استازو او سوداګرو ګډون درلود.