پکتیکا کې د فني او حرفوي زده‎کړو ۶ میاشتنی پروګرام پيل شو

په پکتیکا ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له‎خوا د فني او حرفوي زده‎کړو شپږ میاشتنی پروګرام پيل شو.

د دغه ولایت د رسنیز دفتر له‎خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پروګرام له لارې به په ۷ بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته روزنه ورکړل شي.

د دغې اعلامیې له مخې د پکتیکا والي الیاس وحدت د دغه پروګرام د پرانېستې پرمهال ویلي چې فني او حرفوي زده‎کړې د خلکو په ژوند او د بې کارۍ د کچې په ټيټولو کې مهم رول لري.

ښاغلي وحدت په‎دې برخه کې له اړوندو مسوولینو غوښتي چې دغه پروګرام په سمه توګه پرمخ يوسي، څو ګډونوال ترې لازمه استفاده وکړي.