د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې:
د تېرې اوونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
نجیب الله الوخېل د خوستي سندرغاړو په ستونزو راپور برابر کړی.
په هنر جاج کې سیدالله سلام د ارواښاد نورمحمد ترکي د نثر تنقیدي جاج اخیستی.
په فنکار برخه کې استاد خدایداد د خپلو هنري کارونو په اړه غږېږي.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (ستونی) واورئ.
په ادب جام کې به د پښتو لرغونې ادبي دورې ښځینه شاعرې زرغونې کاکړ احوال واورئ.
او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د شپږم سرود لومړۍ برخه واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5