په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې په درشل کې پرون «شنبه د جولای ۷مه» زیات شمېر خلکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ځینې» سیاستونو په مخالفت کې مظاهره وکړه.
ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هېوادونو مشران د راروانې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بلجیم کې غونډه وکړي.
پهدې غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم برخه اخلي.
په بروکسل کې په پرونیو مظاهرو کې تر ډېره حده د بلجیم خلکو او د داسې یو شمېر سازمانونو استازو ګډون کړی وو چې د بشري حقونو، د نړیوالې سولې او د چاپېریال ساتنې لپاره مبارزه کوي.
د بلجیم پولیس وايي چې پرون په مظاهره کې تر ۱۴۰۰ زیاتو خلکو برخه اخېستې وه.
د سولې د نړیوالې شورا یوې غړې، پاولا چې پرون په مظاهره کې وه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل:
"موږ د دې لپاره مظاهره کړې چې «جمهور رئیس» ټرمپ بروکسل ته را روان دی او موږ د هغه له بهرني سیاست سره موافقه نهلرو. موږ سوله غواړو، جنګ نه غواړو. د بلجیم د خلکو لپاره ډېره مهمه ده چې د ټرمپ له شدته ډکه پالیسي تعقیب نهکړي."
مظاهرهچیانو ویلي چې بلجیم ته د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر سفر ښه موقع ورکوي چې خپل غږ د هغه غوږو ته ور ورسوي او ورته ووايي چې په خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې د ناټو پر نورو غړو غږ وکړ چې پر دفاعي چارو زیات لګښت وکړي.
ټاکل شوې چې په بروکسل کې یو وار بیا پر دې مسئله خبرې وشي.
د ټرمپ حکومت په وروستیو کې د خپلې سترې متحدې، بریتانیې په ګډون د ناټو یو شمېر غړو ته لیکونه واستول او ورته ویې ویل چې هغوی باید پر خپلو پوځونو زیات مصرف وکړي، ځکه د دې پوځي تړون د لګښت زور پر امریکا دی.
د امریکا دفاع وزیر بریتانیې ته خبرداری ورکړ چې که خپله دفاعي بودجه زیاته نهکړي، واشنګټن به اړ شي چې د بریتانیې پرځای فرانسه خپله اصلي پوځي متحده وګڼي.