افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې دوه ښځې او یو سړی په ډزو وژلي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، وسله وال طالبان تېره شپه د سنچارک ولسوالۍ په تی بر کلي کې یو کور ته ننوتي، هلته یې دوه ښځې او یو سړی په ډزو وژلي او یوه بله ښځه یې ټپي کړې ده.
خپله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.