د تخار یوشمېر بزګران شکایت لري چې د خپلو کرنیزو توکو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار نه لري.
د دغو بزګرانو په وینا، د مناسب بازار نه شتون دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی له دولت نه غواړي چې ورته د مناسب مارکېټ ترڅنګ معیاري سړې خونې جوړې کړي ترڅو کرنیز توکي یې خراب نه شي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور د دغه خبر په تائید سره وايي، دوی د بزګرانو ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او ډېر ژر به ورته رسیدنه وشي.
تخار د افغانستان په شمال ختیځ کې هغه کرنیز ولایت دی چې د ځنیو احصایو له مخي د یې ۷۰ سلنه وګړي په کرنې او مالدارۍ بوخت دي.