هالنډ د ایران د سفارت دوه کارکونکي ایستلي

د هالنډ د استخباراتو ادارې د ایران د سفارت دوه کارکونکي ایستلي دي.

د هالنډ د استخباراتو ادارې پرون جمعه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په هاګ ښار کې د ایران د سفارت دوه کارکونکي ایستل شوي، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

خو یوه لوړ رتبه ایراني چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "د دښمن له لوري، داسې ټول حرکتونه زموږد دښمن دمضرانه" هڅو برخه ده چې د اټمي موافقې د تخریب لپاره یې کوي.

د ایران او پنځو قدرتونو چې په ۲۰۱۵مېلادي کال کې يې موافقه لاسلیک کړه، د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په ویانا کې سره وکتل.

له موافقې د امریکا د متحدو ایالاتو تر وتلو وروسته، نورو غړو هېوادونو د موافقې د خوندي ساتلو هڅې پېل کړې دي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې، فدریکا موګرېني ویلي چې ټولو خواوو موافقه کړې چې د دې موافقې د خوندي ساتلو لپاره هڅې جاري وساتي.

په پرونۍ کتنه کې هم د کوم ستر پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.