چارواکي: د جوزجان په فیض اباد کې طالبانو حمله پر شاه تمبول شوې

د جوزجان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو هغه حمله يې په شا تمبولې چې د فيض اباد ولسوالۍ پر کوکلداش کلي يې کړې وه.

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي نن ازادي راډيو ته وويل چې شا او خوا ٤٠٠ وسله والو طالبانو پر دغه کلي حمله کړې وه.

ښاغلى خاشي وايي په جګړه کې چې د تېرې شپې له نيمايي تر نن سهاره روانه وه، ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

دغه کلى د جوزجان د مرکز شبرغان او د بلخ د مرکز مزارشريف د لويې لارې په اوږدو کې پروت دى.

د امنيت امر وايي په نښته کې دوه افغان پوځيان هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.