د ایران د اټمي تړون غړي هېوادونه نن په ویانا کې غونډه کوي

د ايران او پنځو پياوړو هېوادونو عالي رتبه ډيپلوماتان نن د ٢٠١۵مېلادي کال د اټمي تړون د عملي کېدو پر لارو چارو بحث کوي.

په ويانا کې دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د امريکا متحدو ايالتونو دوې مياشتې مخکې له دغه تړون څخه د وتلو اعلان وکړ.

د بريتانيا، چين، فرانسې، جرمني او روسيې د بهرنيو چارو وزيران نن له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره په ويانا کې جرګه کېږي.

ښاغلي ظريف په ويانا کې د خبرو پر مهال وويل، موږ د دې لپاره دلته راغلي يو چې د شعارونو پر ځاى پر عملي لارو چارو خبرې واورو.

وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دغه تړون څخه د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيالګولو اعلان وکړ، دا د دغو شپږو هېوادونو لومړۍ غونډه ده.

د ايران د خبري اژانسونو په حواله، د دغو خبرو په درشل کې د ايران ولسمشر حسن روحاني د فرانسې او جرمني رهبرانو ته په ټليفوني مکالمو کې ويلي وو، د امريکا د بنديزونو د اغېزو د دفع کولو لپاره د اروپا د اقتصادي اقداماتو بستې د ايران ټولې غوښتنې نه دي پر ځاى کړي.