په ایران، اذربیاجان، ارمنستان او ګرجستان کې د تودې هوا بې سابقه څپې د برېښنا د قطع کېدو تر څنګ خلک ناراحته کړي دي.
د يکشنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د تودوخې درجه ۴۳ او له هغې یوه ورځ وړاندې د ارمنستان په مرکز یريوان کې دغه درجه ۴۲ سانټي ګرادو ته لوړه شوې وه.
د چهارشنبې په ورځ د ګرجستان په مرکز تبلیسي کې د تودوخې درجه ۴۱ سانټي ګرادو ته رسېدلې وه.
دا په داسې حال کې ده چې ایران هم په روانه جولاى میاشت کې د تودوخې لوړه درجه یعنې ۵۳ سانټي ګراده تجربه کړله.
د تودوخې دغه کچه په ایران کې د برېښنا د کمښت سبب شوه او د ایران چارواکي اړ شول چې په دولتي ادارو کې کاري ساعتونه بدل شوي دي.