په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې د افریقا په ختیځ کې پروت هېواد، موزمبیق اروپا ته د افغانستان د مخدرو موادو د تجارت په تر ټولو مهم مرکز بدل شوی دی.
د فرانس پرېس په حواله، هرکال د افغانستان څلوېښت ټنه مخدر مواد د پاکستان له لارې، د هند پر سمندر د موزمبیق تر سوحلو رسېږي.
موزمبیق د افریقا په جنوب ختیځ کې، د هند پر سمندر پروت هېواد دی.
دا معلومات د بریتانیې په "لندن سکول اف ایکونومیکس" کې د موزمبیق د چارو د څېړونکي، جوزف هانون په یوه رپوټ کې خپاره شوي دي.
جوزف هانون په خپل څېړنیز رپوټ کې لیکلي چې د افغانستان د مخدرو موادو د انتقال دا بهیر هغه قاچاقبران چې په دوبۍ کې مېشت دي، د وټس اپ او بلک بیري ټلفونونو په وسیله کوي.
هانون لیکلي چې د مخدرو موادو قاچاق وړونکي، پر وټس اپ د موزمبیق په شمال او کینیا کې د ارتباطي کب نیونکو شبکو ته پیغام ورکوي چې د مخدره موادو ټانکرونه سواحلو ته تر رسېدو وروسته، پر وچو لارو د انتقال لپاره ګدامونو ته ولېږدوي.
پروفیسر جوزف هانون د موزمبیق په اړه ډېرې څېړنې کړې او وايي چې د مخدره موادو په دې قاچاق کې د موزمبیق د حکومتونو دخالت، د ټيټې کچې رشوت خورو موجودیت او هغو امکاناتو چې موبایل ټلفونو د ارتباطاتو ټینګولولپاره پېدا کړي، د مخدرو موادو د تجارت غیر رسمي لار جوړه کړې ده.
د ده په وینا، د افغانستان د مخدرو موادو بستې په موټرو کې پاکستان ته ځي، له هغه ځايه په بېړیو کې ځای پرځای او د هند په سمندر کې د موزمبیق سواحلو ته رسېږي، هلته یې کوچني قاچاقبران په لاریو کې باروي، درې زره کېلومتره لار وهي او د جنوبي افریقې پلازمېنې، جوهانسبرګ ته یې وړي او له هغه ځایه دا مواد اروپا ته استول کېږي.
پروفیسر هانون لیکلي چې له موزمبیق تر جنوبي افریقا د درې زره کېلومتره لارې په اوږدو کې ډرېوران پولیسو ته رشوت ورکوي.
د ده په وینا، اصلي قاچاق وړونکي او کوچني قاچاقبران نه سره مخامخ کېږي او په ځيني مواردوکې ښايي د ملیونو ډالرو معامله پرته له دې چې اصلي قراردادیان له کوچنیو قاچاقبرانو سره وګوري، سرته رسېږي ځکه د ارتباط ټولې کړۍ پر وټس اپ تړلې دي.
د موزمبیق پولیسو ویلي چې هېواد یې پر سمندر پروت دی او اوږد ساحل دا ورته ګرانه کړې چې د مخدرو موادو د کاروباریانو مخنیوی وکړي.
د موزمبیق د پولیسو ویاند، فرانس پرس ته ویلي چې پولیس یې د هوايي ډګرونو په خوندي ساتلو کې بریالي دي خو د ځمکنیو او سمندري سرحدونو څارنه ورته ګرانه ده.