بریتانیې روسيه په «بېباکانه او غيرعاطفي» چلند تورنه کړه

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت روسيه په «بېباکانه او غيرعاطفي» چلند تورنه کړه.

دغه وزارت له مسکو څخه غوښتنه وکړه، د هغو حملو په اړه وضاحت ورکړي چې د اعصابو فلجوونکي مواد په کې کارول شوي دي.

تېره اوونۍ د بريتانيا دوه وګړي، په هغو موادو مسموم کړاى شول چې مخکې د روسيې پر يوه پخواني جاسوس او د هغه پر لور کارول شوي وو.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزير ساجد جاوېد پرون د خپل هېواد پارلمان ته په وينا کې وويل:

"دا مهال د ټولې نړۍ سترګې روسيې ته دي، يوازې د نړيوال جام د مسابقو له کبله نه؛ اوس د دې وخت دى چې د روسيې حکومت رامخکې شي او وضاحت ورکړي چې دقيقاً څه پېښ شوي دي."

پر مسکو د فشار راوستلو لپاره دا تبصرې په داسې حال کې کېږي چې تېره شنبه د انګلستان اميسبري (Amesbury) ښارګوټي کې يو سړى او يوه نارينه په يوه کور کې تر ناروغېدو وروسته په بد صحي وضعيت کې روغتون ته ولېږدول شول.

دا ښار د ساليسبري (Salisbury) په ١١ کيلومترۍ کې پروت دى، چې هلته بيا د روسيې پخوانى جاسوس سرګي سکريپال او د هغه لور يوليا په مارچ مياشت کې مسموم کړاى شوي وو.