د نظام الدین قیصاري پلویانو نن بیا مظاهره وکړه

په فاریاب ولایت کې د قیصار د نیول شوي سرپرست امنیه قوماندان پلویانو نن هم مظاهره وکړه.

د نظام الدین قیصاري پلویانو په تېرو دوو ورځو کې د فاریاب په مرکز میمنې کې مظاهرې وکړې او پرون د دوی مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه خو نن د نوموړي د خلاصون غوښتنه په هغه مظاهره کې وشوه چې په اندخوۍ ولسوالي کې وشوه.

په همدې حال کې د افغانستان د لوی درستیز په مشرۍ یو پلاوی میمنې ته تللی چې حالات له نېږدې وڅاري.

لوی درستیز محمد شریف یفتلي سوله ییزه مظاهره د افغانانو قانوني حق وباله خو ویې ویل چې د تاوتریخوالي اجازه به ورنه کړي.