د کندز پولیسو ۱۶۵ لیټره تېزاب او یوه اندازه نشه‌یي مواد نیولي

د کندز پولیسو لسګونه لیټره تېزاب او یوه اندازه نشه‌یي مواد ونيول.

د کندز امنیه قوماندان عبدالباقي نورستاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د پنجشنبې په ورځ د کندز-خان‌اباد پر لویه لاره د عملیاتو پر مهال، په دوو موټرو کې ۱۶۵ لیټره تېزاب او څلور کېلو ګرامه تریاک ونیول.

دی وايي:

"دا تېزاب چې د هیروئینو په جوړولو کې کارول کېږي، پولیسو ونيول او د قاچاقو په تور یې څلور تنه هم نیول شوي چې اوس تحقيق ځینې کېږي او وروسته به‌يې دوسيه څارنوالۍ ته وسپارل شي."

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو اوونیو کې دا څووم ځل دی چې د کندز پولیس له شمال څخه د هېواد مرکزي سیمو ته د نشه‌يي موادو د قاچاق مخه نیسي.