سبا جمعه اروګوئه-فرانسه او برازیل-بلجیم سره لوبېږي

د فوټبال د نړیوال جام د کوارټر فاینل په پړاو کې چې سبا د جمعې په ورځ به پیل شي اروګوئه د فرانسې او برازیل د بلجیم په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې لومړۍ سیالي د افغانستان پر وخت ماښام شپږ نیمې او دوهمه يې د شپې په لس نیمې بجې ترسره کېږي.