جرمني ۶۹ افغان کډوال چې د پناه اخېستلو درخواستونه یې رد شوي وو، بېرته افغانستان ته ستانه کړل.
د جرمني د خبري اژانس په وینا دغه کسان پرون په یوه الوتکه کې له مونشن ښاره کابل ته انتقال شول.
د ۲۰۱۶میلادي کال د ډیسمبر له میاشتې را پهدې خوا چې جرمني د افغان پناه غوښتونکو ایستل پیل کړي دي، دا تر ټولو لویه ډله ده چې افغانستان ته لېږل کېږي.
جرمني تېر کال د مې له میاشتې را وروسته چې په کابل کې د ټانکر په واسطه چاودنه وشوه او تر ۹۰ ډېر کسان پهکې ووژل شول او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شول، له خپلې خاورې افغانستان ته د افغانانو د ایستلو پروګرام ځنډولی و.
دغه هېواد د سېپټمبر له میاشتې را وروسته درې ډوله افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي دي:
- هغوی چې د تروریستي فعالیتونو شک پرې شوی.
- په جرم تورن شوي.
- یا یې د مهاجرت سم اسناد نهدي وړاندې کړي.
تر اوسه جرمني تر ۳۰۰ ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته استولي دي.