د سوریې په حمص ښار کې د اسلامي دولت ډلې د مشر ابوبکر البغدادي یو زوی په جګړو کې وژل شوی دی.
د اعماق په نوم یوې ویبپاڼې چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې منسوب ده، تېره شپه ناوخته دا اعلان وکړ.
دغې ډلي په یوه بیان کې ویلي چې حذیفه البدري د روسانو او نصیریه پر وړاندې عملیاتو کې وژل شوی دی.
اسلامي دولت ډلې د علوي مذهبي اقلیت ته چې ولسمشر بشارالاسد هم د همدې اقلیت دی، نصیریه وایي.
اټکل دا دی چې اوس مهال د اسلامي دولت ډله د سوریې یوازې شاوخوا درې سلنه سیمه په خپل واک کې لري.
امریکایي او عراقي چارواکي پهدې باور دي چې البغدادي ژوندی دی او په سوریې کې د عراق پولي ته نېژدې اوسېږي.