په بریتانیا کې یوه ښځه او سړی په بد روغتیايي وضعیت کې پیدا شوي

د بریتانیا پولیسو ویلي یوه ښځه او یو سړی چې روغتیايي حالت یې ډېر خرابه بلل شوی موندلي دي.

ویل کېږي دوی کېدای شي په یوې ناپيژانده مادې بې سده شوي و.

د پولیسو په خبره دا پېښه په امسبري سیمه کې شوې ده.

پولیسو زیاته کړې دا ښځه او سړی یې وروسته له هغه په بې هوښه حالت کې وموندل چې د جون په دېرشمه یې د امسبري له سیمې د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

امسبري له سالسبري یوولس کېلومتره لرې پرته سیمه ده.

پولیسو ویلي لومړی یې فکر کاوه چې دغو کسانو کېدای شي نشه کړي وي خو څېړنې روانې دي.

په مارچ میاشت کې د روسیې پخوانی جاسوس سرګي سکریپال په سالسبري ښار کې په بې هوشه حالت کې موندل شوي و.

دغه پلار او لور په زهرجنو ګازو بې سده شوي و چې له امله یې بریتانیا او متحدینو یې په روسیې تورونه پورې کړل.