رادمنش: د طالبانو دوهم مشر ملا عمر رحمان سواتی په کونړ کې وژل شوی

امنیتي چارواکي په کونړ ولایت کې د پاکستاني طالبانو د دوهم مهم مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.

دې چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي، د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې ملا عمر رحمان سواتی چې د ملافضل الله ځای ناستی ټاکل شوی و، د سې شنبې په ورځ د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید هدف ګرځېدلی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، په داسې بریدونو کې د امریکا نظامیان لومړی پېښه او هدف په غور څېړي او وروسته افغان چارواکو سره معلومات شریکوي.

محمد رادمنش وویل:

"هغوی چې لومړی پر یوې موضع برید کوي، بیا یې عکاسي کوي، نورې الوتکې شته چې په سیمه کې وضعيت څېړي، کله چې په ټولو وسایطو دقیق شي او تفکیک شي، نو موږ ته وايي، هو ملا رحمن وژل شوی دی."

تر دې مخکې د جون په میاشت کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله هم په کونړ کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.