د ټرانسپورت وزارت وایي، اصلاحاتو او له فساد سره مبارزې یې عواید زیات کړي

د افغانستان د ټرانسپورت او هوایي چلند وزیر وايي، د اصلاحاتو او له فساد سره د جدي مبارزې په پایله کې د دغه وزارت عواید زیات شوي دي.

په داسې حال کې چې لا هم يو شمېر موټر چلوونکي په لویو لارو کې له غېر قانوني اخاذیو شکایت لري، د افغانستان د ټرانسپورت او هوایي چلند وزیر په دغه سکټور کې د جدي اصلاحاتو خبره کوي.

حمید طهماسي د سې شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې زائد بستونه يې ختم کړي او په فساد ککړ کسان یې له دغه وزارته لېرې کړي دي.

د نوموړي په خبره، د یادو اصلاحاتو په نتیجه کې د روان مالي کال په دوو ربعو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

حمید طهماسي

دی وایي:

"د ۱۳۹۶ لمریز کال په دوو لومړینو ربعو کې موږ له اوو میليونو افغانیو زیات عواید لرل، خو د ۱۳۹۷ مالي کال په دوو لومړیو ربعو کې موږ اوس له يو میلیارد افغانیو زیات عواید لرو چې په ټوله کې ۴۸ سلنه زیاتوالی ښيي."

ښاغلي طهماسي دا شان وویل چې د فساد د مخنیوي په هدف د کمېشن نوې پارچې چاپ شوي چې پکې د جعل او فساد د مخنیوي مسایل په جدي ډول په نظر کې نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره، د عوایدو د ائتلاف د مخینوي، د ټرانسپورتي خدماتو د کیفیت لوړولو، د ټرانسپورتي شرکتونو د فعالیت جوازونو د معیاري کولو او د لېږد رالېږد په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو په هدف، په قوانینو کې تعدیدالات راوستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ښاغلي طهماسي ویلي وو چې د دغه وزارت ۶۳ سلنه عواید حیف او مېل کېږي.

دغه وزارت له دې مخکې خپل ۶۰ تنه کارکوونکي چې په کې رئیسان، امرین او مدیران هم شامل دي، د فساد په تور لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي که څه هم د فساد سره د مبارزې په برخه کې د ټرانسپورت وزرات هڅې ستايي، خو په بشپړ ډول د فساد له منځه وړل ستره ننګونه بولي.

نوموړي وویل:

"د خوښۍ ځای دی چې دوی د فساد سره مبارزه کوي، خو دا باید هېره نه کړو چې د فساد په وړاندې مبارزه اسانه نه ده، دا يوه تړلې شبکه ده چې په دې برخه کې د کلونو تجربه لري."

نوموړی ټینګار کوي چې د ټرانسپورت په برخه کې اصلاحات کولای شي چې د دې سکټور په پياوړتیا او د ټرانزیټ د پرمختګ او ودې لپاره ګټور تمام شي.

راپور: محمد واصل وصال