د جرمني د کورنیو چارو وزير د دغه هېواد له صدراعظمې سره تر اوږدو مذاکراتو وروسته موافقه وکړه چې استعفا به نه ورکوي.
د جرمني د کورنيو چارو وزیر څرګنده کړه چې د پناه غوښتونکو اړوندې پالیسيو په اړه د دغه هېواد د صدراعظمې انګلا مېرکل سره تفاهم ته رسېدلی دی او دی اوس د خپلې استعفا له پلانه پر شا کېږي چې د دغه هېواد د ايتلافي حکومت د سقوط مخه ونيول شي.
رسنيو د دوشنبې په ماښام ناوخته د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زي هوفر له قوله خبر ورکړ چې وايي دی به پر خپله دنده پاته شي او دوی وروسته له جدي مذاکراتو تفاهم ته رسېدلي دي.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ويلي، دوی غواړي ملي او کورني اقدامات وکړي، خو د دې په وينا په همدې حال کې غواړي دا اقدامات د هغو هېوادونو سره په همکارۍ او شراکت وکړي چې مهاجرينو يې نوم ثبتول پيل کړي دي.
مېرمن مېرکل وويل:
انګلا مېرکل
"موږ به دا کار وکړو، خو لومړی بايد په جرمني کې د مهاجرينو لپاره د ترانزيت مرکزونه جوړ کړو، له دې ځايه به موږ له مهاجرینو سره په توافق هغوی نورو هېوادونو ته يا په ځانګړې توګه د پناه غوښتونکو خپلو هېوادونو ته بېرته ستانه کړو."
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزير سره په يوه ګډ کنفرانس کې په برلین کې خبرې وکړې او اعلان يې وکړ چې د پناه غوښتونکو لپاره د ترانزيټ مرکزونو په جوړولو سره به په اروپايي اتحاديه کې د مشارکت روحيه پر ځای پاته شي.
دې زیاته کړه:
"په همدې حال کې د مهاجرینو د مدريت او تنظیم لپاره په اروپايي اتحاديه هېوادونو کې مراکز جوړېږي، دا مسئله ماته مهمه ده، له همدې کبله زه فکر کوم له ډېرو مذاکراتو او سختو ورځو وروسته موږ يوه واقعاً ښه توافق ته ورسېدو."
د مهاجرت ستونزې د اروپايي اتحاديې سياستونه زیانمن کړي او د د مهاجرینو پر ضد ګوندونو مرکزي مشران لکه مېرکل کمروزي کړي دي.
په دې اړه د اختلافاتو له کبله د مېرمن مېرکل اييتلافي حکومت ته جدي تهديد متوجه وو، د دې سياسي سابقې ته يې سخته ضربه رسوله، په جرمني کې يې د انتخاباتو نوي دور ته دروازه پرانيسته او اروپايي اتحاديه يې نوره هم بې ثباته کوله.