په خوست کې د OHPM یا د روغتیا د ادارې او پرمختیا موسسې له خوا ۱۱ هغه فرعي روغتیايي مرکزونه له لمریزې برښنا برخمن شول چې دوه میاشتې مخکې په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې فعال شوي دي.
د سې شنبې په ورځ یادو مرکزونو ته د لمریزې برښنا د سیستمونو د سپارلو په غونډه کې د عامې روغتیا چارواکو وویل چې په دې سره به په روغتیايي مرکزونو کې په ټاکلي حرارت د واکسینو، صحي وسایلو او دوا درملو د ساتلو او همدارنګه د رڼا او سړې هوا لپاره د برښنا اړتیا پوره شي.
مسؤلینو زیاته کړه، د دې ۱۱ فرعي روغتیايي مرکزونو سربېره هغو کلینکونو ته هم د لمریزې برښنا سیستم پېرل شوی چې تر اوسه يې منظمه او ۲۴ ساعته برښنا نه درلوده.
د خوست په ډېریو روغتیايي مرکزونو کې د طبي وسایلو او عصری ټکنالوژۍ او د دوا درملو کمښت، په ځينو سیمو کې د روغتیايي مراکزو د معیاري او اساسي ودانیو نشتون، په غیر رسمي وختونو کې د خدمتونو نه وړاندې کول او ورته نورې هغه ستونزې دي چې رسنیو ته ترې ډېر وخت د خوست اوسېدونکي شکایت کوي.