CPJ:پاکستان دې د ژورنالستانو امنیت ته پام وکړي

د ژورنالیستانو د مصئونیت کمېټې «Committee to Protect Journalists» د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د خبریالانو د امنیت د تامین لپاره کلک ګامونه پورته کړي او زمینه برابره کړي چې له وېرې، تهدید او فشار پرته کار وکړي.

په نیویارک کې د دې ادارې مشر، جیول سېمون د پاکستان عبوري صدراعظم، نصیر الملک ته په لیک کې لیکلي چې د را روانو پارلماني ټاکنو شفافیت او عدالت ته پام وکړي.

جیول سېمون لیکلي چې په وروستیو میاشتو کې د اندېښنې وړ رپوټونه خپرېږي او ورڅخه څرګندېږي چې په پاکستان کې د معلوماتو د تبادلې پر ازادۍ بندیزونه لګول شوي او د ژورنالیستانو د غلي کولو هڅې کېږي.

ټاکل شوې چې روانه میاشت، په پاکستان کې پارلماني انتخابات وشي.