د لوګر د پولیسو ویاند وايي، د ناټو د ځواکونو د موټرو پر کاروان په انتحاري حمله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
شاه پور احمدزي اسوشېټډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې حمله پرون ماښام شوې او یوه ښځه او یو ماشوم په کې وژل شوي دي.
د احمدزي په وینا، په دې حمله کې درې تنه زخمیان شوي او د ناټو یو زغره وال موټر هم تخریب شوی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د حملې مسئولیت اخیستی دی.
نړیوالو ځواکونو تر دامهاله پدې اړه څه نه دي ویلي.