د سړک جوړونې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د فواید عامې وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د ۴۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک جوړونې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه پروژې په ننګرهار، غزني او غور ولایتونو کې پلي کېږي.

ښاغلی روحاني زیاتوي، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به لېرې پرتې ولسوالۍ د ولایتونو له مرکزونو سره وصل کړي او باغ لرونکي او بزګران به وکولای شي چې خپل کرنیز محصولات په خپل وخت او په کم مصرف بازارونو ته ورسوي.