په کابل کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، پهدغه نندارتون کې د هغو ولایتونو کرنیز محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي چې پخوا به پهکې کوکنار ډېر کرل کېدل.
ښاغلي رستمي هیله ښيې چې د دا ډول نندارتونو په جوړېدو سره د کروندګرو کرنیزو محصولاتو ته بازرا موندونه وشي او پهدې سره دوی وهڅول شي چې د کوکنارو د کښت پر ځای نور حلال فصل ته مخه کړي.
افغان کروندګر د دوی کرنیزو محصولاتو او تولیداتو ته د بازار موندنې په هدف د نندارتونو له جوړېدو هرکلی کوي وايي، که حکومت ورسره مرسته وکړي، د کوکنارو پرځای به نور توکي وکري.