د ننګرهار والي وايي، په جلالاباد کې د يکشنبې ورځې د چاودنې د څېړنې په هدف يو هيئت ټاکل شوى دى.
حياتالله حيات پرون په جلالاباد کې د تېرې پېښې د وژل شويو د کورنيو له خپلوانو سره په کتنه کې دا خبره وکړه.
ده وویل:
"ډاډ درکوم چې دا پېښه موږ څېړو، د دې لپاره مو پلاوى ټاکلى دى، که زموږ لهخوا کومه نيمګړتيا وه له تاسو سرهيې شريکوو، که له چا ناغېړي شوې وي، جزا به ورکول کېږي."
د يکشنبې په ورځ مازیګر مهال د جلالاباد مخابراتو څلورلاري ته څېرمه په چاودنه کې نږدې ٢٠ کسان ووژل شول او ٢١ نور ټپيان شول.
ډېرى وژل شوي او ټپيان د افغان هندوانو او سېکهانو غړي او مشران دي.
بېلابېلو سازمانونو او سياستوالو دغه حمله چې مسؤليتيې داعش ډلې منلى غندلې ده.