افغان ولسمشر وایي، په هغه صورت کې د افغانستان له خاورې د پاکستان سوداګریزو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي چې هغه هېواد د هند تر امرتسر پورې افغانستان ته د اورګاډي د پټلۍ زمینه برابره کړي.
ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ جلالاباد ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د ننګرهار د ولایتي شورا له غړو سره د لیدو پر مهال دا خبره وکړه.
له ارګه په یوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې وایي، افغانستان پر ځان د بسیاینې په هدف باید له پاکستان سره په اقتصادي طرحو کې یوې نتیجې ته ورسېږي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور پهدې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له درې ميلیارده ډالرو، شااوخوا یو ميلیارد ډالرو ته ښکته شوې ده چې د دوی په وینا ډېر اغېز یې د افغانستان نه، بلکې د پاکستان پر بازارونو کړی دی.