ولسمشر محمد اشرف غني لغمان ته ورسېد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ننګرهاره وروسته لغمان ته ورسېد.

د لغمان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوس‌مهال لغمان ته رسېدلی او په یوه لویه ولسي غونډه کې يې برخه اخیستې ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک څو شېبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې له دې غونډې وروسته به ښاغلی غني د دغه ولایت له بېلابېلو اوسېدونکو سره ځانګړې ناستې وکړي او د دغه ولایت پر ستونزو او مشکلاتو به وغږېږي.

نوموړی وايي، ولسمشر غني به په دې ولایت کې د یو ميلیارد او شااوخوا ۹۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، بېلابېلې پروژې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپاري.