د ارزګان زده کوونکي: زموږ په نوم راغلي کتابونه په بازار کې پلورل کېږي

د ارزګان د مرکز ترینکوټ د یو شمېر ښوونځيو زده کوونکو د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې کتابونه او نور درسي توکي نه‌لري او په خبره‌یې چې د دوی لپاره ورغلي کتابونه په بازار کې پلورل کېږي.

دوی غواړي چې کتابونه او نور درسي توکي دې ورکړل شي.

په ورته وخت کې د ارزګان د پوهنې ریاست مسؤلین که څه هم دا نه‌مني چې په بازار کې دې د ښوونځيو کتابونه پلورل کېږي، خو وايي چې دغه ډول راپورونه دوی ته هم ورسېدلي دي.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور