ځيني وکیلان: د نا امنیو او تذکرو کې درغلیو له امله انتخابات د تقلب په لور روان دي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د نا امنیو او په تذکرو کې د درغلیو له امله انتخابات د تقلب په لور روان دي.

د ناامنیو تر سیوري لاندې راتلونکو انتخاباتو، د ولسي جرګې ځینو غړو ته اندېښنې پیدا کړې دي.

د جرګې دغه غړي ټینګار کوي چې د هېواد په ځینو سیمو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو تر څنګ، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د کاندیدانو له‎خوا په تذکرو کې درغلۍ بله ستونزه ده چې کولای شي، افغانستان په یو ناوړه لور روان کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي، د دوشنبې «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۱» د ورځې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د شفافیت لپاره د انتخاباتو د کمېسیون پر مسؤلانه چلند ټینګار کوي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

دی وايي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، باید د یو قانون‎منده او مسؤل بنسټ په توګه د انتخاباتو د شفافیت په اړه مسؤلانه چلند وکړي چې نتایج د خلکو ته د منلو وي."

د دغې جرګې یو شمېر غړي وايي، د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو لپاره ځینو کاندیدانو حتی د اووه کلنو ماشومانو پر تذکرو سټیکرونه لګولي دي.

د دوی په خبره که د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغې ستونزې ته رسیده‎ګي ونه‌کړي، خلک به د دغې پروسې پر روڼتیا بې‌باوره شي.

د دغو کاندیدانو له‎خوا په تذکرو کې د درغلیو په اړه د جرګې د ځینو غړو اندېښنې په‎داسې حال کې راپیدا شوي چې د افغانستان لویې څارنوالۍ دوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې په تذکرو کې یې د جعل او تزویر د تور په تړاو، ۵۸ کسان نیولي دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي وویل، هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوي چې په جعلي تذکرو، د انتخاباتو اعتبار ته زیان ورسوي.

په تذکرو کې د درغلیو تر څنګ په ځینو ولایتونو کې ناامني بله اندېښنه ده چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي یې ښيي.

د جرګې د دغو غړو له ډلې چمن شاه اعتمادي وايي، که وضعیت همداسې وي، انتخابات به افغانستان شموله نه‌وي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت په ځینو ولایتونو کې د عملیاتو خبره کوي وايي، ترهګرو ته به اجازه ورنه‎کړي چې دغه ملي بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

سید حفیظ الله هاشمي

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د انتخاباتو په وړاندې د امنیتي اندېښنو په اړه وايي:

"انتخابات زموږ لومړیتوب دی، هره اوونۍ غونډه لرو، اوضاع او پرمختګونه مطالعه او پر ستونزو فکر کوو. هغه ډاډ چې امنیتي ځواکونه‌يې راکوي هغه منو، خو له دې هم انکار نه‌شي کېدای چې د هېواد شرایط هم حساس دي."

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د پروسې د شفافیت او امنیت په اړه ډاډ ورکوي، خو د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، هغه ګواښونه چې انتخابات ورسره مخ دي، باور نه‎لري چې دغه پروسه سراسري او شفافه ترسره شي.

راپور: خان محمد سیند