کيڼ اړخی اندریس مانوېل لوپاز اوبراډور د مکسيکو د ولسمشريزو انتخاباتو ګټونکی شو.
د لومړيو ابتدايي نتايجو پر اساس چې نن دوشنبه د مکسيکو د انتخاباتو د چارواکو لهخوا خپاره شول، اندریس مانوېل لوپاز اوبراډور شااوخوا له ۵۳ څخه تر ۵۳.۸ فيصده رأیې تر لاسه کړې دي.
د لومړي نتايجو له مخې، ريکارډو انيا چې د مکسيکو د ملي خوځښت ګوند نوماند و، له ۱۹ څخه تر ۲۵، د واکمن ګوند نوماند خوزه انتونيو ميدي شااوخوا له ۱۴ تر ۲۰ فيصدو رأیې وړې دي.
۶۳ کلن اندریس مانوېل لوپاز اوربراډور د خلکو له نااميدۍ څخه په استفاده په مکسيکو کې د اساسي تغيیراتو لکه د تاوتريخوالي لهمنځه وړلو، منظمو جرايمو او مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي ژمنې کړې دي.