۲۰۷ ظفر: د فراه جګړه د ايران او پاکستان له‌خوا مدیريت کېږي

د افغانستان په لوېديځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان وايي، ځيني ګاونډي هېوادونه او لويه مافیا د فراه ولايت په ناامنۍ کې لاس لري.

د دغې قول اردو قوماندان نورالله قادري په فراه ولايت کې په یوه غونډه کې وويل، په فراه کې جګړه د سيمې د استخباراتو په ځانګړې توګه، د ايران او پاکستان له‌خوا مدیريت کېږي.

ښاغلي قادري په فراه ولايت کې له يو شمېر ستونزو څخه د مافيا بانډونو حضور هم ياد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه د ولايتي شورا ځيني غړي په دغه ولايت کې په وروستيو نا امنيو کې د ايران لاس تأيیدوي.

د فراه د ولايتي شورا يوه غړي دادالله قانع ويلي، ايران نه‌غواړي چې لويې پروژې لکه د فراه د بخش‌اباد بند، بريالۍ شي.

دا ادعا مخکې ايران او پاکستان رد کړې ده.

فراه ولايت له ايران سره ۲۹۰ کېلو متره پوله لري.