ټلګراف: اوربند په جګړه ځپلي افغانستان کې د خوښیو شېبې جوړې کړې

د لوېدیځ ډېری ورځپاڼو د ولسمشر اشرف غني د هغې وینا په اړه چې له یوې خوا یې د حکومت د یو اړخیز اوربند ختم اعلان کړ او له بلې‎خوا یې یو ځل بیا وسله‎والو طالبانو ته د پخلاینې بلنه ورکړه، یو لړ مطالب خپاره کړي دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، ولسمشر غني د اوربند ختم په‎داسې حال کې اعلانوي چې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی.

ورځپاڼه د اختر په درېیو ورځو کې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ اوربند ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې اوربند نافذ او د دواړو ښکېلو اړخونو له‎خوا رعایت شو.

ورځپاڼه لیکي چې ملکي وګړو، افغان پوځیانو او طالب جنګیالیو په ډېرو تودو احساساتو د دې اوربند هرکلی وکړ.

واشنګټن پوسټ لیکي:

د اوربند پر مهال چې د خلکو د تمې خلاف په بریا سره پای ته ورسېد زرګونه وسله‎وال طالبان ښارونو ته ولاړل او له خلکو سره غاړه غړۍ شول او ځکه‌یې په افغانانو او هغو بهرنیانو کې چې د ولسمشر غني د حکومت ملاتړ کوي دا هیلې راژوندۍ کړي چې طالبان ښايي سولې ته لېوالتیا ولري او له مودو مودو انکار وروسته د سولې خبرو ته کېني.

واشنګټن پوسټ لیکي چې دې اوربند همداراز هغه حرکت هم پیاوړی کړ چې په ټول افغانستان کې یې د سولې په مقصد لاریونونه پیل کړي دي.

  • ټلګراف

د بریتانیا چاپ ټلګراف ورځپاڼې هم په‎دې اړه په یوه مطلب کې د اختر په درېیو ورځو کې د دولتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ اوربند د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې بې‎ساری بللی او لیکي چې دې اوربند په جګړه ځپلي افغانستان کې د خوښیو او لمانځنو شېبې جوړې کړې.

ورځپاڼه لیکي چې وسله‎والو طالبانو او افغان ځواکونو د اختر د ورځو د اوربند خوښي په یوه وخت کې ولمانځله، یو بل ته غاړې وتل او سیلفي عکسونه‌یې واخیستل.

ټلګراف لیکي چې د اوربند په ورځو کې په ښارونو کې هغه ملکي وګړي چې د جګړې ربړې یې ګاللې دي، په‎دې هیله د طالبانو پر شااوخوا راټولېدل چې د سولې خبرو ته به کېني.

خو ورځپاڼه لیکي چې طالبانو د اوربند د تمدید لپاره د حکومت د غوښتنې له ردولو وروسته تېره اوونۍ یو ځل بیا جګړه پیل کړه او په ټول افغانستان کې یې حملې بریدونه کړل چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

ټلګراف لیکي:

د تشدد بیا پیل د هغو افغانانو پر هیلو د ناامیدۍ سړې اوبه تویې کړې چې فکر یې کاوه دا اوربند به د سولې خبرو ته یوه روښانه لاره پرانیزي ځکه طالبانو وویل چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د و تلو تر وخته به خپلې وسلې کې نه‎ږدي.