د ننګرهار چارواکي: جلال‌اباد کې موټر بم چاودنې ۱۹ تنه ووژل

په ننګرهار کې د پرون یکشنبې موټر بم برید په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۹ تنو ته ورسېد.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب‎الله کامه‎وال پرون شپه ازادي راډيو ته وویل چې اکثر وژل شوي افغان سېکهان دي.

هغه وویل، ۲۱ تنه نور په‎دې پېښه کې ژوبل هم دي چې درملنه‌یې د ننګرهار په روغتونونو کې روانه ده.

د سېکهانو په ډله کې د دوی یو مشر او د ولسي جرګې کاندید اوتار سنګهـ خالصه هم شامل و.

برید د جلال‎اباد ښار په مخابراتو څلورلاري کې شوی دی.