تحصن کوونکو د خوست-کابل پر عمومي سړک خېمې درولې

د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکو د خوست-کابل عمومي سړک تړلی او پر سړک يې د تحصن لويې خېمې درولي دي.

تحصن کوونکي وايي چې څو ورځې مخکې د امنیتي ادارو لخوا د مندوزیو په صحرا کې د غصب څخه د دولتي ځمکو د خلاصون په نوم د دوی کلاوې او کورونه ړنګ شوي، په داسې حال کې چې دوی د دې سیمې شرعي او قانوني اسناد لري.

سیمه والو که څه هم د دې سیمې اسناد له رسنیو سره شریک نه کړل، خو ويې ویل چې د دریو محکمو فیصله او په تعقیب يې په دې برخه کې د ولایتي ادارې لخوا د ګمارل شوې جرګې پرېکړه لري.

نن د یکشنبې په ورځ په خېمو کې ناستو تحصن کوونکو ویل، خېمې به هغه مهال راټولې کړي چې مرکزي حکومت د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي او دوی ته د رسېدلي مالي زیانونه خساره ورکړي.

د نواب خان په نوم یو ځايي اوسیدونکي ازادي راډیو ته وویل چې دا ځمکه په دریو محکمو کې د دوی شخصي ملکیت تثبیت شوی، نو غوښتنه يې داده چې حکومت دې دوی ته د اوښتو مالي زیانونو خساره او په راتلونکې کې د کار کولو اجازه ورکړي.

خوست اعتراض کوونکي

که څه هم د مندوزیو د حسن زیو اوسېدونکي دا ځمکه خپل شخصي ملکیت ګڼي، خو بل لوري ته د خوست د صنعتي پارک په جوړېدو کې د ځنډ لامل په همدې سیمه کې د دولتي ځمکو غصب یاد شوی دی.

ولسمشر غني خوست ته په خپل وروستي سفر کې ځايي ادارې ته پنځلس ورځې ضرب الاجل ورکړی وو چې په دې ځای کې دولتي ځمکې له غصب خلاصې او د صنعتي پارک د پروژې د پلي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د مندوزیو د حسن زیو یوبل تن قومي مشر عبدالسبحان وویل، دا ځایونه يې په ډېرو مشکلو اباد کړي وو خو د روژې په ۲۶ یا ۲۷ مه امنیتي کسانو د شپې لخوا وران کړل.

ده زیاته کړه، ولایتي ادارې باید د قانوني او شرعي حکم په رڼا کې اقدام کړی وای، نه دا چې په خپلسر يې د خلکو کورونه ړنګ کړل.

د نجیب الله په نوم یو بل تن سیمه وال وویل، حکومت دې اول دا خبره وڅېړي چې د خلکو د استوګنې په سیمه کې د صنعتي پارک جوړېدل د خلکو روغتیا ته زیان لري او کنه؟

ده نیوکه وکړه چې اوسني چارواکي د مخکینیو چارواکو اجراات نه مني او که داسې وي، نو سبا د دوی اجراات هم نه منل کېږي.

بل لوري ته د خوست چارواکي یاده ځمکه دولتي ملکیت بولي.

خوست اعتراض کوونکي

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چې په خوست کې د غصب پر ضد د ټاکلي کمېسیون او د وزیرانو شورا د مصوبې د پرېکړې له مخې باید د ټولګټو پروژه د پلي کیدو لپاره دولتي ځمکې له غصب خلاصې شي.

د والي ویاند زیاته کړه، اعتراض کوونکي کولی شي، خپله دعوه په اړوندو ادارو کې پرمخ بوځي، کچیرې د دوی ملکیت شو، حکومت به يې عوض ورکړي، خو لومړیتوبونو ته په کتو په خوست کې د ټولو غصب شویو دولتي ځمکو د خلاصولو لپاره عملي اقدامات روان دي.

راپور: نجیب الله الوخېل