په ایران کې مظاهره کوونکي له پولیسو سره په شخړه اوښتي

د ايران محلي رسنيو راپور ورکړى چې د دغه هېواد په جنوب لوېديځ کې په سلګونو کسان چې د څښاک-اوبو د کموالي له کبله يې مظاهره کوله، له پوليسو سره په شخړه واوښتل.

دولتي اژانس ايرنا وايي، مظاهره چيان پرون په خُرمشهر کې راغونډ شوي وو او د ايراني چارواکو پرضد يې شعارونه ورکول.

اژانس وايي، پوليسو پرون ناوخته پر مظاهره چيانو چې پر پوليسو يې د ډبرو ګوزارونه کول، اوښکي بهوونکي ګاز وکارول.

په راپور کې ويل شوي چې تېره شپه هم دغه ناکرارۍ روانې وي.

د خُرمشهر د مظاهرو په ويډيوګانو کې چې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوي، د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي، خو د دغو ويډيوګانو کره والى نه دى تاييد شوى.

دولتي ټلوېزيون راپور ورکړى چې نامعلوم شمېر مظاهره چيان نيول شوي او ځينو يې وسلې درلودې.

د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي وويل، په تاوتريخوالي کې يو تن ټپي شوى دى.