شینزو ابې د سيمې له رهبرانو غوښتي چې ژر پر ازاد تجارت موافقه وکړي

د جاپان صدراعظم شينزو ابې د سيمې له رهبرانو غوښتنه وکړه چې تر وخت مخکې پر ازاد تجارت موافقې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تجارت په برخه کې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پالېسيو انتقادونه پارولي دي.

جاپان او سنګاپور د سيمه ييز هراړخيز تجارتي شراکت د هغې غونډې کوربانه دي چې نن په توکيو کې پيل شوې ده.

په دغه سازمان کې لس هغه هېوادونه هم شامل دي چې د اسيان په نوم د تجارتي ډلې غړيتوب لري.

د اسيان ډلې شپږو غړو هېوادونو له جاپان، چين، جنوبي کوريا، هندوستان، استراليا او نيوزيلینډ سره د ازاد تجارت موافقه لاسليک کړې ده.

د سيمه ييز هراړخيز تجارتي شراکت په نوم سازمان په ٢٠١٣میلادي کال کې تاسيس شو چې د نړۍ د اقتصاد او نړيوال تجارت د ٣٠ فيصده برخې استازيتوب کوي.

د جاپان صدراعظم د دې سازمان د نننۍ غونډې په پيل کې وويل:

"موږ په نړۍ کې د اقتصاد له محافظه کارانه سياستونو سره مخامخ يوو، په اسيا کې بايد يو موټي شو او دا کار د ازاد او عادلانه تجارت د اصولو په رعايت پورې تړلى دى."