افغان ولسمشر په ننګرهار کې د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره د يوه ځانګړي کمېسيون د جوړولو دستور ورکړ.
محمد اشرف غني نن یکشنبه په جلال اباد کې د وينا پر مهال له ځوانانو هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه:
"والي صاحب! د غصب په باره کې يو خاص کمېسيون جوړ کړئ، هرڅه مو چې په کار وي، زه يې درکوم، که قاطعيت غواړئ، والي صاحب او د امنيې قوماندان ته اختيار ورکوم چې له ما وغواړي چې د غصب د ختمولو لپاره څه په کار دي."
ولسمشر غني نن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې له امنيتي چارواکو سره په امنيتي غونډه کې د دغه ولايت پر امنيتي وضعيت بحث وکړ.
جمهوري رياست وايي، ولسمشر د راروانو ټاکنو او د لويو لارو د امنيت لپاره ځينې سپارښتنې وکړې.
په وروستيو کې د ننګرهار د امنيتي وضعيت خرابوالي او هلته د داعش ډلې تحرکاتو د ځايي اوسېدونکو او فعالانو اندېښنې ولاړې کړې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن تر دې مخکې د ختيځ زون د روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده چې ١٠٠٠ بسترونه به لري او پر ٢٠٠ جريبه ځمکه به جوړېږي.