پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده تمدید کړه

د پاکستان لنډمهالي حکومت په دې هېواد کې د مېشتو راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۳ نورو میاشتو لپاره وغځوله او پرېکړه یې وکړه چې افغان کډوالو ته به په دې هېواد کې د اوږدمهاله اوسېدو یا نه اوسېدو پرېکړه راتلونکی حکومت کوي.

دا پرېکړه د پاکستان سرپرست صدراعظم ناصرالملک د شنبې په ورځ د خپلې کابینې په هغه غونډه کې کړې چې د افغان کډوالو په ګډون یې پکې د یو شمېر نورو مسایلو په اړه د سلا مشورې لپاره راغوښتې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مېشتو راجستر افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده تېره ورځ پای ته ورسېده.

که څه هم په پاکستان کې د راجستر اافغان کډوالو د اوسېدو موده د روان کال په لومړیو کې پای ته ورسېده، خو بیا وروسته د پاکستان مخکني حکومت د دغو کډوالو د اوسېدو موده لومړی دوه میاشتې او بیا یې د جون تر پایه وغځوله.

د پاکستان حکومت په داسې وخت کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده تمدید کړې چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې هم څو ورځې وړاندې هیله ښودلې وه چې د پاکستان حکومت به په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي.

د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ۱ میلیون زیات راجستر افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې UNHCR د درې اړخیز تفاهم له مخې ورته په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.