د هلمند د سولې کاروان وایي، دولت ورسره د اوربند ژمنه ماته کړه

د هلمند د سولې کاروان وايي، د حکومت له لوري د اوربند ختمېدل، له دوی سره د شوې ژمنې خلاف کار دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ رسماً د حکومت له لوري د اوربند پای اعلان کړ.

ولسمشر غني ټولو امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړه چې پوځي عملیات پېل کړي.

د دې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"له موږ سره د یوې میاشتې یو طرفه اوربند ژمنه شوې وه، خو دولت بېرته له موږ سره خپله ژمنه ماته کړه."

د هلمند د سولې کاروان ویاند وویل چې دوی به وروسته پر دې مسئلې له رسنیو سره خبرې کوي.

وطندوست زیاته کړه چې د دوی حرکت د پنډېدو په حال کې دی او له بغلانه هم د ولسونو د سولې حرکت کابل ته روان شوی دی.