په هرات کې د صنعتي پارک زیربناوې رغول کېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د هرات د صنعتي پارک زیربناوې رغوي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، کومه ناسته چې د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې او سوداګرو له چارواکو سره درلوده، د دغه پارک د زیربناو د رغونې په اړه پکې هوکړه وشوه.

د نوموړي په وینا، په دغه چاره ۱۱ میلیونه ډالر لګښت راځي.

د صنعتي پارکونو د جوړولو طرحه څه موده مخکې د وزیرانو شورا په غونډه کې تصویب شوه چې له مخې یې په ۱۱ ولایتونو کې ۱۳ پارکونه په اساسي ډول جوړېږي.