اوسیدونکي: د پکتیا په ۴ ولسوالیو کې د نوم لیکنې ځانګړي کتابونه خلاص شوي

د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب، احمدخېل، لجې منګل او میرزکې ولسوالیو اوسیدوونکي وایي، درې ورځې کېږي چې د نوم‎لېکنې په ګڼ شمېر مرکزونو کې د نوم‎لېکنې ځانګړي کتابونه او سټېکرونه خلاص شوي چې له امله یې د رأی کارونې په شرایطو برابر زرګونه کسان له نوم لېکنې بې برخې شوي دي.

د ځاځي اریوب ولسوالۍ څخه قومي مشر عمران خان د چنګاښ په اتمه ازادي راډیو ته وویل، د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ۱۴۹ کلیو کې کابو۲۵۰ زره کسان اوسېږي او د نوم‎لېکنې لپاره هغه سهمیه چې دوی ته ورکړل شوې ډېره کمه ده.

نوموړی وايي:

"د آریوب ځاځیو ولسوالۍ یوه پُرنفوسه ولسوالۍ ده چې شپږ قامونه دلته استوګنه کوي، ۱۴۹ کلي دي تقریباً دوه نیم لکه نفوس لري موږ ته چې اوسه پورې د سټېکرونو تعداد زموږ له پاره کم ده."

مدني فعال احمد الله د تړل شوېو مرکزونو د شمېر په هکله وویل:

"څلور تړل شوي دي، په‎دې اتو کې هم درې ورځې کېږي چې د سټېکرونو کتابونه خلاص شوي، که موږ ته دا را ونه رسېږي، موږ به مظاهرې هم کوو او دا خپل سهم به غواړو."

پکتیا کې د فیفا ولایتي دفتر مسؤل ښاغلی احسان الله حمیدي وایي، له یادو سیمو څخه د دوی د ناظرینو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د خلکو غوښتنې پرځای دي.

نوموړی وايي:

"زموږ ناظرین هم په ځاځي اریوب، احمد خېل او څمکنیو کې دا ښيې چې په بعضې مرکزونو کې د ثبت کتاب ختم شوی دی، دا موضوع موږ په ولایت کې د کمېسیون سره او خپل مرکزي دفتر سره شریکه کړې چې هغوی له خپلې لارې نه د مرکزي دفتر سره شریک کړي، څو د خلکو دا مشکل حل شي، که دا خلک له دې حق پاتې کېږي، نو دا په دې مانا ده چې د انتخاباتو شفافیت او هغه بل اصل چې سراسري ګډون ده هغه به تر سوال لاندې ده."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پکتیا ولایتي دفتر دعامه اړیکو مسؤل ښاغلی شیرعلي فیضي وايي، دا ستونزه یوازې د ځاځي اریوب نه بلکې د ټولو ولسوالیو حتی د ټول هېواد په کچه ستونزه ده او درې ورځې وړاندې یې د ولایت مقام او د کمېسیون له مرکزي دفتر سره شریکه کړې.

دی وایي، تمه ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به ډېر ژر دې ستونزې ته رسیدګي وکړي:

"دغې ستونزې نه تقریباً څو ورځې مخکې موږ خبر یو، ستونزه یوازې د ځاځي اريوب نه ده، بلکې د ټولو ولسوالیو او د ټول افغانستان ده، په‎دې اړه به مرکزي کمېسیون خپله تصمیم نیسي، وروسته به موږ په جریان کې اچوي څو موږ مواد په لاس کې ولرو او ولسوالیو ته یې ورکړو."

د پکتیا اوسیدوونکي په‎داسې حال کې د نویو کتابونو او سټېکرونو غوښتنه کوي چې په ټول هېواد کې د نوم‎لېکنې د درېیم پړوا غخېدلې موده هم اووه ورځې وروسته د چنګاښ په ۱۵مه نېټه پای ته رسېږي.

راپور:اصیل ځاځی -پکتیا