دفاع وزارت: بېلابېلو برخو کې د دولت ٢٠ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولت د ٢٠ مخالفو وسله‎والو د وژلو ادعا کړې ده.

دغه وزارت ويلي چې دغه وسله‎وال په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې وژل شوي، ١٩ تنه ټپيان شوي او ٥ تنه نور نيول شوي دي.

دفاع وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، د توپچي او هوايي ځواک په مرسته دغه پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، بادغيس، فارياب، کندز، تخار او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په‎دې اړه تبصره نه ده کړې.