ناڅرګندو وسله والو د افغان ځانګړو ځواکونو یو مهم قوماندان وژلی

افغان چارواکي وايي، ناڅرګندو وسله‎والو د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یو مهم قوماندان عزیزالله کاروان په کابل کې وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پرون اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، عزیزالله کاروان چې د پوليسو د ځانګړي ځواک د صفر يو قطعې قوماندان و، د وسله‎والو طالبانو پر ضد لسګونه عملیات رهبري کړي وو.

کاروان په پکتیکا ولایت کې دنده درلوده او تر دې مخکې هم پرې څو واري بریدونه شوي وو.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا يوه استازي نادرخان کټوازي د قوماندان کاروان وژنه، د افغانستان په ختيځ کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې روانې مبارزې ته يو ګوزار بللى دى.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان ځانګړو ځواکونو پر دې قوماندان د برید مسؤليت اخيستى او ویلي یې دي چې نوموړى یې په یو تکتیکي برید کې وژلی دی.